د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېر یوه کال کې له ایرانه څه باندې ۸۰۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت شمېرې ښيي چې له دې منځه ۴۰۰ زره تنه یې له دغه هېواده را اړول شوي دي. دغه وزارت دغه راز وایي، چې دغه کډوال د ناقانونه کډالۍ، او د اسنادو د نه لرلو له امله را اړول شوي دی. بل خوا، یو شمېر ځوانان بې وزلۍ او بې روزګارۍ د ناقانونه کډوالۍ لامل ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي. تر دې وړاندې په افغانستان کې د ایران سفارت ویلي دي، چې په ایرن کې څه باندې شپږ مېلیونه افغانان مېشت دي چې نږدې دوه مېلیون تنه یې د اوسېدو اسناد نه لري.
































