په میدان وردګو کې د یوې پخوانۍ ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي. د میدان وردګو امنیې قوماندانۍ ویاند یوسف اسرار وایي، دغه پېښه پرون د دې ولایت د سیداباد تنګي دره کې رامنځته شوې او په پایله کې یې یو خور او ورور وژل شوي دي. د یادونې وړ ده چې لاهم افغانستان د پخوانیو ناچاودو توکو د چاودونو له کبله تر ټولو ډېر زیانمن شوی هېواد دی.
































