وروسته له هغه چې روسیې ته د ملګرو ملتوونو امنیت شورا نوبتي مشري ورکړل شوه، د اوکراین حکومت په دې اړه جدي غبرګون ښودلی دی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا د امنیت شورا له غړو څخه غوښتنه کړې چې د دغې شورا له مشرۍ څخه په ګټې اخیستنې سره د روسیې د هر ډول ناوړه ګټو مخه ونیسي. هغه ویلي، روسیه په امنیت شورا کې قانون ماتوونکی هېواد دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ غړي لري چې هره میاشت یې نوبتي مشري ترسره کوي. دا مشري په داسې حال کې مسکو ته سپارل کېږي چې د اوکراین پر سر یې له لویدیځو هېوادونو سره اړیکې سړې شوې دي.
































