د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په تېرو پنځو ورځو کې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د راوتلو سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او لس تنه نور ټپیان شوي دي. د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي ویلي چې یادو کسانو ته دغه مرګ ژوبله د روانې وري میاشتې له نهمې بیا تر دیارلسمې نېټې د راوتلو سېلابونو له امله اوښتې ده. هغه ویلي چې په دغه موده کې ۲۶۱ کورونه هم بشپړه او نیمه نړېدلي، ۱۵۰ څاروي مړه شوي او ۳۵۰۰جریبه زراعتي ځمکې هم تخریب شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ګڼ شمېر ولایتونه په دې وروستیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو را وتلو شاهد و. د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې نن او سبا دوشنبه هم د دغه هیواد په ۲۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
































