د کانونو او پټرولیم وزارت وايي په ۱۴۰۱ کال کې څه باندې ۱۷ مېلیارډ او ۴۸۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۰ کال کې څه باندې ۲ مېلیارده او ۵۵۹ مېلیونه افغانۍ راټولې شوې وې. یاد وزارت ویلي په تېر ۱۴۰۱ لمريز کال کې د هېواد په کچه په ۱۵ ولايتونو کې د کوچنۍ کچې ۸۰ کانونه په قرارداد ورکړل شوي دي. د دغه وزارت چارواکي وايي په دغو کانونو کې مرمر، ګچ، مالګه، سرب، جست، نفرایت او کرومايت شامل دي.
































