د افغانستان د زعفرانو ټولنه وايي په روان کال کې به په هېواد کې د زعفرانو په تولید کې تر ۳۰ سلنې ډیرښت راشي. د دغې ټولنې د مسوولینو به وینا په دې وروستیو کې د زعفرانو پر تولید پانګونې هم ډېرې شوې دي. په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې په ۲۰۲۲ م کال کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د هېواد څه باندې ۵۱ زره کیلو زعفران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، هند، هسپانیا، هالنډ او ځینې نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. د زعفرانو یو شمېر صادروونکي وايي، چې د زعفرانو د تولید برخې ته لازمه پاملرنه نه ده شوې. د دغو صادروونکو په وینا د زعفرانو د صادراتو په برخه کې له پانګوالو او سوداګرو ملاتړ نه کېږي. د زعفرانو د ملي ټولنې د معلوماتو له مخې د زعفرانو له پروسس تر تولید پورې ۷۰ سلنه کار د ښځو له لوري ترسره کېږي.
































