د کندوز ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ويلي، د یوه کورني خیریه بنسټ لخوا د هغو لسګونه ماشومانو درملنه کیږي، چې تالو او شونډې یې چاودېدلي دي. د سعادت روغتیايي مرکز مسوول الله نور ویلي، دا روغتیایي مرکز غواړي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د هغو ۲۰۰ ناروغانو درملنه وکړي، چې د تالو یا شونډو پر چاود اخته دي. د دې روغتیايي مرکز له جوړېدو یو کال کیږي او تر دې دمه یې د سلګونه هغو ماشومانو درملنه کړې، چې د تالو یا شونډو له چاوده ځورېدل. د کندوز د عامې روغتیا رییس نجیب الله ساحل وايي، نه یوازې د دې ولایت د ناروغانو درملنه کوي، بلکې له نورو ولایتونو څخه هم ناروغان د درملنې لپاره ورته راځي.
































