د هېواد لوی څارنوال په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره په لېدنه کې د افغانستان او ایران تر منځ د قضايي او حقوقي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي. په کابل کې د ایران سفارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، پهدې ناسته کې د افغانستان لوی څارنوال په ایران کې د افغان بندیانو د پاتې دوسیو د څېړلو او افغانستان ته د هغوی د سپارلو د بهیر د دوام غوښتنه کړې ده. په کابل کې د ایران د ایران مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي د افغانستان او ایران ترمنځ پراخو اړیکو او مشترکاتو ته په اشارې زياته کړې چې سرپرست حکومت د ایران غوښتنې په غور سره تعقیبوي او په حل کولو کې يې بې غوره نه دی. د هغه په خبره د افغانستان په زندانونو کي ايراني بندیان به ډیر ژر آزاد کړل شي.
































