یوې زورورې زلزلې نن د روسیې د لرې ختیځ سواحل ولړزول، خو د ځاني او مالي زیان په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي. د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه نهه درجې ښوول شوی او د روسیې د اضطراري چارو وزارت وايي، د څونامي توفان یا هم سم د لاسه د مرګژوبلې یا هم ویجاړیو خبر نه دی ورکړل شوی. د زلزلې مرکز د روسیې په پیټرو-پاف-لوفسک-کام-چاڅکي کې تر ځمکې لاندې ۱۰۰ کیلومتره ژور و. د رسنیو په خپرو شویو تصويرونو کې ښکاري چې په کامچاتکا ټاپووزمه کې ځینو ودانیو درزونه کړي او په سوپر مارکېټونو کې تر زلزلې وروسته بوتلونه مات شوي دي.
































