د کابل – غور لویه لار د واورو ورېدو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. له پرون راهیسې د غور په ځینو سیمو کې د واورې اورښت زور اخیستی چې له امله یې د کابل- غور لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې شوې ده. د دغې لويې لارې په تړل کېدو سره دواړو غاړو ته سلګونه مسافر او لسګونه سوداګريز کاروانونه بند پاتې دي او د لارې خلاصېدو ته په تمه دي. د غور د والي ویاند وايي چې د دغې لويې لارې د پرانستلو لپاره هلې ځلې دوام لري.
































