د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د کرنې او خوړو نړۍوال پروګرام په مالي لګښت د ۱۱ میلیونه ۹۷۸ زره افغانیو په ارزښت د اوبو د مدیریت پروژو چارې پيل شوې. د دغه ولایت د سیندیزې حوزې رییس وايي د دې پروژو په پلې کېدو سره به ۲۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي چې پر مټ به يې د اوبو مدیریت برخه کې د اوبو ۲۵۰ واړه ډنډونه او یو شمېر استنادي دېوالونه ورغول شي.
































