د بلخ ولایت د اوسپنې پټلۍ ریاست مسوولین په وروستي ۱۴۰۱ کال کې د دې ریاست د عوایدو له زیاتوالي خبر ورکوی. د دوی په وینا، د دې ادارې عواید د تېر کال پرتله ۳۳ سلنه زیات شوي دي. په همدې حال کې د بلخ د سوداګري او پانګونې خونې مسوولین، د اوسپنې پټلۍ د نورو نقلیه وسایطو پرتله د صادراتو او وارداتو په برخه کې خورا مهمه بولي. د بلخ وسپنې پټلۍ ریاست د شمېرو له مخې، په وروستي یوه کال کې د ازبکستان او افغانستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ له لارې دوه مېلیونه او شپږ سوه زره ټنه بېلابېل توکي هېواد ته را وارد شوي او ۷۷۰۰ ټنه کورني توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
































