په دې وروستیو کې په هېواد کې په بېلابېلو ولایتونو کې تاوتریخوالی ډېر شوی چې ورسره جوخت د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده. تازه په هلمند کې په یوه دودویزه میله کې چاودنه شوې ده چې د رسمي معلوماتو له مخې، ۲۳ ملکیان پکې وژل شوي دي. تر دې یوه ورځ وړاندې هم په دې ولایت کې د ماین په چاودنه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او تر هغه مخکې بیا په بلخ ولایت کې په هوايي برید کې ملکي وګړو ته تلفات اوښتي وو. افغان حکومت بیا ټینګار کوي چې باید تاوتریخوالی کم شي او امریکا هم د بین الافغاني خبرو پر ژر پیل ټینګار کوي.
پرون د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د بازار دودیزه مېله وه. په دغه مېله کې د سنګین ولسوالۍ له بېلو برخو خلک ګډون کوي، خپل توکي پلوري او په بدل کې د اړتیا وړ نور توکي رانیسي، خو دغه مېله هغه وخت پر غم واوښته چې لومړی ورباندې د توغندیو ګزارونه وشول او وروسته پکې موټر بم برید شوی دی. د هلمند ولایت مقام وايي چې وسله والو طالبانو پر دغه مېله راکیټي او موټر بم بریدونه کړي دي. د ولایت مقام په خبرپاڼه کې راځي چې په دې پېښه کې ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي. ولایت مقام وايي، طالبانو دغه برید د خپلو استخباراتي او بهرنیو ملاتړو په مرسته کړی و او قربانیان یې ټول ملکي وګړي دي. د سرچینې په خبره: ((دښمن چې د خلکو مېشت ځايونو ته نږدې يې د بهرنيو تروریستانو په همکارۍ موټربمونه او توغندۍ جوړولې، د خپلو توغنديزو بريدونو له کبله پرې چاوديدونکي توکو هم چاودنه کړې ده، چې دوه وسله وال طالبان پکې وژل شوي)).
وسله وال طالبان بیا وایي چې دوی په دې برید کې لاس نه لري او پړه یې پر حکومت اچوي. وسله والو طالبانو ادعا کړې چې برید د افغان ځواکونو له لوري ترسره شوی دی. د هلمند ولایت مقام بیا وایي، طالبان په دغه ډول تبلیغاتو غواړي عامه ذهنیت مخشوش کړي او افغان ځواکونه بدنامه کړي. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا تېره ورځ ناوخته ویلي، رسنۍ کولی شي سنګین ولسوالۍ ته لاړې شي او دغه سیمه له نږدې وګوري او حقیقت نړیوالو ته روښانه کړي.
سره له دې چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې روانې دي، خو د تاوتریخوالي دغه ډول ډېروالی او ملکي مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ ده. څو ورځې وړاندې په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا هم په دې تړاو اندېښنه ښودلې وه. هغه بیا طالبان د تاوتریخوالي اصلي عاملین بللي او په خبره یې، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي اوسنی وضعیت او ډېروالی د منلو وړ نه دی. د سولې هوکړې له مخې باید د تاوتریخوالي کچه راټيټه شوې وای، بین الافغاني خبرې پیل شوې وای او ژر تر ژره دایمي اوربند ته لاره هواره شوې وای.
تر دې یوه ورځ وړاندې هم په هلمند کې د یوه ماین د چاودنې له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. حکومتي سرچینو ویلي وو چې په چاودنه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي. تر دې څو ورځې وړاندې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر کور هوایي برید شوی و چې مرګ ژوبله یې اړولې وه. افغان حکومت بیا تېره ورځ یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او بین الافغاني خبرو ته تیار شي، تر څو جګړه په افغانستان کې د تل لپاره پای ته ورسېږي.
له دې سره جوخت د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سفرونو نوې لړۍ پيل کړې ده او هڅه یې دا ده چې د سولې هوکړې پاتې برخې عملي شي، تاوتریخوالی کم شي، زندانیان ازادي شي او د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړل شي.
































