دفاع وزارت وايي، چې په وروستي یوه کال کې له هېواده بهر ته د زرګونه جنګي او نورو پوځي وسایلو له قاچاق څخه مخنیوی شوی دی. د دې وزارت ویاند وايي، چې د یاد وزارت د کشفي عملیاتو په پایله کې نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ته د جنګي وسایلو د قاچاق په تړاو لسګونه کسان نیول شوي دي. د دفاع وزارت ویاند دغه راز وايي، چې ځينې وسلې او نور زغروال وسایط او دغه راز ۶۰ چورلکې د دغه وزارت د اوسنیو او پخوانیو انجینرانو له لوري ترمیم او فعالې شوې دي. له دې ټولو سره سره د پوځي چارو شنوونکي د پوځي تجهیزاتو ساتنه د یوه هېواد د پوځ لپاره مهم ګڼي. له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو او د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د امریکا د فاع وزارت د دغه هېواد کانګرس ته راپور ورکړی چې په افغانستان کې د امریکا د ۷،۱۲ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې دي.
































