د ویني مرکزي بانک وايي، چې د تازه وینې له کمښت سره مخ دی. د ویني مرکزي بانک د رییس په وینا د روژې په میاشت کې دغه بانک ته د وینې ورکړې له اړخه د هېوادوالو همکاري کمه شوې او دغه اداره د وینې راټولولو له اړخه کافي امکانات نه لري. بل پلو د عامې روغتیا وزارت وايي چې هڅه کوي په ټول هېواد کې د وینې د بانکونو لپاره لازم امکانات برابر کړي. هیمو فیلا د وینې د اختلال یوه ایرسي ناروغي ده چې پرې د اخته ناروغانو وینه په سمه توګه نه ټینګیږي.
































