یوه ایراني پلاوي د افغان سولې په تړاو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره کتلي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې د افغانستان لپاره د ایران د حکومت ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان او مل پلاوي یې په دوحه کې له ملا برادر سره کتلي دي. د شاهین په خبره په دې لیدنه کې په ایران کې د مېشتو کډوالو پر وضعیت خبرې شوې دي او له ایران غوښتل شوي چې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي. شاهین دغه راز وايي چې په دې لیدنه کې پر بین الافغاني خبرو هم بحثونه شوي دي او طالبانو ویلي چې دوی هوکړې ته ژمن دي او د هغه له مخې به د بین الافغاني خبرو لپاره تیار وي. ملا برادر ویلي همدا چې په هوکړه کې ټاکل شوي بندیان یې له بند خوشي شي نو دوی بین الافغاني خبرو ته تیار دي.
































