د هالنډ هاګ ښار ته نږدې یو مسافر وړونکی ریلګاډی له لیکې وتلی چې یو تن په کې وژل شوی او شاوخوا دېرش نور ټپيان شوي دي. د راپورونو له مخې د ډېرو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. فرانس پرس اژانس ویلي، تراوسه د پېښې لامل نه معلوم دی. د هالنډ رسنیو ویلي چې د ریلګاډي مخې ته د ساختماني چارو یو وړونکی کرین موجود و، خو چارواکو تر اوسه دغه راپورونه نه دي تایید کړي. ویل شوي چې د پېښې پر مهال ریلګاډي کې شاوخوا ۵۰ مسافر سپاره وو.
































