د سره صليب نړيوالې کمېټې د ماين پاکۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې ماينونه او ناچاودېدونکي توکي هر کال په افغانستان کې د سلګونه خلکو ژوند اخلي. دغه بنسټ ویلي چې د دې پېښو د مخنیوي لپاره به په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو په اړه باید عامه پوهاوی زیات شي. دغه راز پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزارت وايي، چې د ماین پاکۍ په برخه کې ټولې نړۍوالې موسسې کولی شي، په افغانستان کې له دوی سره مرسته وکړي. دې وزارت ویلي، چې دوی په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. د معلوماتو له مخې افغانستان د ناچاوده توکو له اړخه په نړۍ کې دویم خطرناکه هېواد دی چې په زیاته اندازه ناچاوده توکي یې لا هم د خلکو ژوند اخلي.
































