د خوړو نړیوال پروګرام وایي، جاپان په افغانستان کې ددغه سازمان له پروګرامونو سره ۵ میلیونه ډالره نوره مرسته کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام د جاپان له دې اضافي مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې به یې د بیړني حالاتو په برخه کې وکاروي. جاپان په داسې حال کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره د ۵ میلیونه ډالرو مرسته کړې، چې دغه سازمان د بودجې د کموالي له امله، له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د بودجې کمښت په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې ۴ میلیونه کسان او په روانه میاشت کې ۹ میلیونه نور کسان له خوړو بې برخې کړي دي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، ددغه سازمان مرستې په افغانستان کې د میلیونونو خلکو د لوږې د ژغورلو وروستۍ لاره ده. دغه سازمان وايي، په افغانستان کې شل میلیونه خلک نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کوم ځایه راځي او شپږ میلیونه نور د لوږې سره مخامخ کېدونکي دي.
































