د کډوالو چارو وزارت د درې میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت په بېلابېلو ولايتونو کې له اړمنو خلکو سره د مرستې او رغونې برخو کې پروژې پلي کوي. دغه وزارت ویلي چې دغه هوکړه لیکونه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال او د یادو موسسو د استازو ترمنځ لاسلیک شول. د سرچینې د معلوماتو له مخې یاد څه باندې ۹ میلیونه ډالر به په کابل، هرات، فراه، غور، بادغيس، غزني، ميدان وردګ، لوگر، بامیان دایکندي، خوست، پکتیا، پکتیکا او کندهار ولايتونو او شمال او شمال ختیځو ولايتونو کې له اړمنو کسانو سره نغدي مرستې وشي او د لمريزې برېښنا، روزنیزو او حرفوي زدهکړو مرکزونو جوړولو، نيالګيو اېښودو، د اوبو کانالونو کورونو ښوونځيو جوړولو او نورو عام المنفعه چارو کې ولګول شي.
































