د افغانستان بانک مسئولین وايي چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې، څه د پاسه درې میلیارده ۱۴۰ میلیونه د افغانۍ نوي بانکنوټونه هېواد ته رارسېدلي دي. په هغې غونډه کې چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ د افغانستان مسئولینو د دغه بانک د ۱۴۰۱ مالي کال د مهم فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسینو سره شریک کړ. په دې غونډه کې د افغانستان بانک د پولي سیاست رئیس احمد جواد سداد، د دغه بانک د موخو، اصلي دندو او د بریالي سیاستونو د بریالي تطبیق په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، د افغانستان بانک توانېدلی چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د «افغانۍ» ارزښت په ښه ډول وساتي. د هغه په وینا، د افغانستان بانک په تېر مالي کال کې، اته میلیارده ۶۸۳ میلیونه ۲۴۴ زره ۴۱۹ افغانۍ عواید راټول کړي دي چې د عوایدو دا کچه د ۱۴۰۰ مالي کال په پرتله (۵۹.۵) سلنه زیاتوالی ښيي.
































