د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د روسیې سفیر ډېمیټري ژیرنوف د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي. نوموړی زیاتوي چې په دغه ناسته کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او هراړخیزو همکاریو مفصلې خبرې وشوې. متقتي ویلي افغانستان لېواله دی چې له روسیې سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي. نوموړي په افغانستان کې د امنیت ډاډ ورکړ او دا یې هم په ډاګه کړه چې له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه دی. ورته مهال د روسیې سفیر هم د دواړو هېوادونو پر نژدې اړیکو ټینګار وکړ او په راتلونکي کې په ګڼو برخو کې د دولتي پلاوو د تګ او راتګ په پار چمتووالی ښودلی.
































