طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند وايي چې د وري له لومړۍ بیا د همدې میاشتې تر ۱۶مې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د سېلابونو او زلزلې له امله ۲۱ تنه مړه شوي او ۱۰۲ تنه نور ټپيان شوي دي. د هغه په وینا، ۲۶۲۵ کورنه په بشپړه او نیمه ډول ویجاړ شوي او ۸۲۸ څاروي تلف او د څه باندې ۲۷ زره او ۸۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې حاصلات له منځه تللي دي.
































