ایران له اوو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې خپل سفیر ګومارلی دی. د تهران دغه اقدام په فارس خلیج کې له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کېدو هڅه بلل شوې. د ایران د دولتي خبري آژانس ایرنا د راپور له مخې په بهرنیو چارو وزرات کې په بهر کې د مېشتو ایرانیانو د چارو مسوول رضا عامري په متحده عربي اماراتو کې د ایران نوی سفیر ټاکل شوی دی. د متحده عربي اماراتو او ایران ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې په ۲۰۱۶م کال کې په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت له یرغل وروسته کړکېچنې شوې وې. سعودي عربستان او ایران هم په دې وروستیو کې د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو د رغولو لپاره هڅې چټکې کړي دي. د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر اوسه دوه ځلې ټیلفوني خبرې کړي او ژمنه یې کړې چې د روانې روژې په میاشت کې به مخامخ سره ګوري.
































