د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ محکمې ته ویلي دی بېګناه دی. ټرمپ چې د خپل تجارتي کاروبار په اړه د ناسمو معلوماتو په ۳۴ قضیو کې تورن دی، پرون د نیویارک یوې محکمې ته حاضر شو. څارنوالانو په یوه قضیه کې دی تورن کړی چې، دوو ښځو ته یې له ده سره د جنسي اړیکو د پټولو لپاره پیسې ورکړې دي. د ټرمپ پر ضد د دعوې په متن کې ادعا شوې چې هغه د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د ځان په اړه د منفي معلوماتو د خپراوي په مخنیوي سره د انتخاباتو قانون مات کړی دی. ټرمپ د امریکا په برحاله او متقاعدو ولسمشرانو کې لومړی کس دی چې جنايي تورونه پرې لګېدلي. د ټرمپ مدافع وکیل ټاډ بلانچ بیا ویلي دي چې تر پایه به د ټرمپ دفاع ته دوام ورکړي.
































