د برازیل په سهیل کې یو پنځه ویشت کلن ځوان پرون په یو لومړني ښوونځي کې څلور ماشومان په تبر ووژل او بیا یې ځان پولیسو ته سپارلی دی. د برازیل ولسمشر لویس اناسیو لویو دیسلوا دا برید “وحشیانه” بللی او هغه یې غندلی دی. د برازیل د سانټا په ایالت کې حکومتي چارواکو او پولیسو ویلي، بریدګر له دیوال څخه په ټوپ وهلو یو خصوصي لومړني ښوونځي ننونی او بیا یې څلور ماشومان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي. پولیسو زیاته کړې چې بریدګر د موټر سایکل په واسطه د پولیسو مرکز ته تللی او ځان یې امنیتي ځواکونو ته سپارلی دی. د بیړني وضعیت یو کارکوونکي دیاګو دی سوزا خبریالانو ته ویلي چې بریدګر اکثریت ماشومان په سر وهلي دي. چارواکو زیاته کړې چې په دې پيښه کې درې هلکان او یوه نجلۍ وژل شوي چې عمرونه یې د پنځو او اوو کلونو ترمنځ دي. په ټپي شویو ماشومانو کې دوه نجونې دي چې عمرونه یې پنځه کاله او دوه هلکان دي چې عمرونه یې درې تر پنځو کلونو ښودل شوي دي. ډاکټرانو د ټپي ماشومانو وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
































