بریتانوي چارواکو تائید کړې، چې ”راتلونکو میاشتو” کې به ۵۰۰ نارینه کډوال د ډورسیټ سیمې سمندرغاړې ته نژدې په یوه بېړۍ ډوله ودانۍ کې مېشت کړي، چې بارج یې بولي او په اوبو کې ولاړه وي. د یادونې ده، چې بارج معمولاً د کښتیو پر مټ په اوبو کې له یوه ځایه بل ته لېږدول کېږي او خپله د خوځښت لپاره ماشین الات نه لري. د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وايي، دا بېړۍ چې اوس د ایټالیا په سمندر کې ولاړه ده، د هوټلونو پرتله خورا ارزانه بیه تمامېږي، خو چارواکو د دې لګښتونو تفصیل نه دی ورکړی. په دې کې به یوازې مجرد نارینه کډوال اوسېږي او کېدای شي د پناه غوښتنې دوسیو څېړنې تر مهاله چې ښايي اتلسو میاشتو پورې وخت ونیسي، دې کې پاتې کېږي. د بریتانیا کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دې ځای پر ځای ولاړې کښتۍ کې مېشتو کډوالو لپاره به د اوسېدو اسانتیاوو تر څنګ خواړه، روغتیايي اسانتیاوې چمتو شي او دغه راز امنیتي کسان به پکې ځای پر ځای شي، چې د نژدې اوسېدونکو خلکو لپاره کوم جنجال جوړ نه شي. د ۲۲۲ خونو دا درلودونکې ودانۍ یو وخت نېدرلنډ حکومت د کډوالو لپاره کاروله، بیا پرې سختې نیوکې وشوې چاپېریال یې ”ظالمانه” وبلل شو، خو له هغه وروسته بېرته ترمیم او ورغول شوه.
































