د سعودي دولتي ټلويزیون «الاخبارية» ويلي، چې د ايران او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو په چين کې سره لیدلي دي. دا په تېرو اوو کلونو کې د تر ټولو لوړې کچې ډيپلوماټيکه ليدنه ده. د پنج شنبې په ورځ په خپرو شويو ويډيويي صحنو کې ليدل کېږي چې شهزاده فيصل بن فرحان السعود او د ده ايرانی سيال حسين امير عبداللهيان د يوه – بل هرکلی کوي او وروسته څنګ پر څنګ سره کېني. د منځني ختيځ د مسايلو پر سر تر کلونو شخړې وروسته تهران او رياض تېره مياشت د چين په منځګړيتوب پرېکړه وکړه چې خپله ډيپلوماټيکه شخړه ختمه کړي او بيرته خپل سفارتونه پرانيزي.
































