د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي په ګرمسیر ولسوالۍ کې د امریکایي ساخت لسګونه میله وسلو د نیولو خبر ورکوي. د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دېرش میله چره یي وسلې چې په یوه موټر کې بار وې، د ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمه کې نیول شوي دي. چارواکو ویلي، دوه تنه چې دغې وسلې یې له هېواده بهر قاچاق کولې، نیول شوي دي.
































