د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر د ځنګلونو د پرېکېدو او لرګیو د قاچاق د مخنیوي په غوڼده کې وویل، چې جنګلونه د هېودا ملي شتمني ده او باید خوندیتوب کې یې هلې ځلې وکړو. دغه وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په کرنې وزارت کې د ځنګلونو د پرېکېدو او د لرګيو قاچاق مخنيوي په موخه غونډه جوړه شوه، چې په کې د هېواد د ځنګلونو خونديتوب او د پرېکېدو پر مخنيوی ټينکار وشو. خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غوڼده کې د یاد وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال، مولوی صدراعظم عثماني وويل، د ځنګلونو ساتنې په پار ځواکمنه شنه قطعه جوړه او شرايط بايد لاسخت شي، ترڅو د ځنګلونو د پرېکېدو مخنيوی وکړو او د اړوندو اداراتو په همغږۍ بايد طرحه جوړه او پلې شي.
































