د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لسمې کليزې په اړه يو نړيوال سيمينار څو ورځې مخکې په بېجينګ کې تر سره شو. د زياتو بهرنيو سياستوالو او کارپوهانو په دغه سيمينار کې ګډون کړی. ګډونوالو د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې ملاتړ ښودلی او ويلي يې دي، چې نړۍ دواملرونکي او وړاندې ليدونکي پلان ته اړتيا لري.
په چين کې د اندونيزيا سياسي مستشار ايروانسيا موخليس په دغه سيمينار کې ويلي، چې اندونيزيا او چين له تېرو څو کلونو کې د جاکرتا – باندونګ کړندي رېل پلټۍ د ابادۍ، واکسين، زرغون پرمختګ، انټرنيټي امنيت او سمندر په برخو کې د خپلمنځي همکاريو ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، چې دغه لاسته راوړنې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مفکورې کړنې دي. اندونيزيا د دغې مفکورې ستاينه کوي او غواړي له چين سره د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د سيمه ييز پرمختګ، ثبات او امنيت د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيالې هوا چون ينګ ويلي، چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک حق لري، چې د خپلو کوښښونو له لارې لا ښه ژوند خپل کړي. نوموړې د مختلفو هېوادونو ګډ پرمختګ رښتينی پرمختګ او د ټولو شمتن ژوند رښتينۍ شتمن ژوند بللی.
































