روسي چارواکو پرون اعلان وکړ چې ۱۳۶ د قرغزستان وګړي يې تېره اوونۍ د روسیې له قوانیو څخه د سرغړونې په تور له دې هېواده وویستل. ځايي چارواکو ويلي، شاوخوا سل تنه نور چې طبي معایناتو ته اړتیا لري او د احتمالي وویستلو سره مخامخ دي په توقیف ځایونو کې ساتل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په روسیه کې یو شمېر کډوال وايي، د کډوالۍ اسنادونو د ترلاسه کولو لپاره رشوت ورکوي. روسیه د زرګونه قرغزي کارګرو کوربه ده.
































