کندوز کې یو شمېر کروندګر او سوداګر وايي چې وروستیو کلونو کې یې ډیری کروندګرو د انجې بوټو کښت ته مخه کړې ده. سوداګر د دغه طبي بوټي کښت ګټور بولي او په خبره یې بهرنیو هېوادونو ته د یاد بوټي په صادرېدو سره به کروندګر ښه عاید ولري. بزګران وايي، د نورو کښتونو په پرتله انجه ډېره ګټه لري او له همدې امله یې له څو کلونو راهیسې د دغه بوټي کرلو ته مخه کړې ده. ورته مهال، د انجې سوداګر په کندوز کې د دغه بوټي کرل د کوکنارو ښه بدیل ګڼي او وايي، دا مهال یې هند او چین ته صادروي او له سرپرست حکومته غواړي څو محصولاتو ته یې اروپايي او امریکايي هېوادونو ته هم د هوايي دهلېزونو زمینه برابره کړي. دا مهال د افغانستان په بازارونو کې یو کیلوګرام انجه له ١٢ تر ١٣ زره افغانیو پلورل کېږي. د کندزو د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس وايي، په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې پر زرګونه هتکار ځمکه انجه کرل شوې او له بزګرانو د ملاتړ په تړاو پر هڅو یې ټینګار وکړ.
































