د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان کونسل وايي، له شپږو میاشتو راهیسې په دې هېواد کې له ۲۴۰۰ افغان بندیانو څه باندې دوه زره یې ازاد او خپل هېواد ته اړول شوي دي. د نوموړي په وینا، ټاکل شوې نن څه باندې ۲۰۰ نور افغانان چې اوس د پاکستان له بندخونو ازاد شوي، بېرته هېواد ته واستول شي. په ازاد شویو افغانانو کې څه باندې ۲۸۰ ماشومان هم شامل دي. په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د پاکستان په بند خونو کې د افغان بندیانو په شمېر کې ډېرښت راځي. له دې سره سم، د افغان کډوالو په چارو کې ځينې فعالینې بیا له سرپرست حکومته غواړي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته پام وکړي. د ورکړ شویو مالوماتو له مخې، دمګړۍ په پاکستان او ایران کې څه باندې اته مېلیونه افغانان شپې او ورځې تېروي او هر کله په یادو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د نا سم چلند په تړاو راپورونه خپرېږي.
































