د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو پړه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غاړه اچولې ده. سپینې ماڼۍ پرون په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلنې جګړې د ورستیو دوو کلونو په اړه د تر سره شوې څېړنې د راپور لنډیز خپور کړ. په راپور کې د بایډن ادارې د افغانستان په اړه د خپلو اقداماتو مسولیت تر ډېره نه دی منلی او ویلي یې دي چې د ټرمپ پرېکړو د بایډن انتخاب او اختیار “سخت محدود” کړی وو. په راپور کې منل شوې چې له افغانستان څخه د امریکایانو او د هغوی د متحدینو د ایستلو بهیر باید له وخته پیل شوی وای خو په دې برخه کې د ځنډ راتلو پړه یې د افغانستان پر حکومت او پوځ او همدارنګه د امریکا د پوځ او استخباراتي ادارو په ارزونو اچولې ده. د راپور دغه لنډیز کومې خپلواکې ادارې نه دی لیکلی، بلکې په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت د شورا له خوا چمتو شوی دی. سپینې ماڼۍ ویلي چې د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو له خوا د ترسره شوې څېړنې بشپړ راپور چې د پنجشنبې په ورځ په خصوصي ډول کانګرس ته استول شوی، محرم دی او په عامه ډول نه خپریږي.
































