د پوهنې سرپرست وزير د ترکیې او افغانستان تر منځ ټينګو اړیکو په اشارې سره په افغانستان کې د ياد هېواد تعليمي خدمتونه ستايلي. د دواړو لور تر منځ په لیدنه کې د ترکیې سفیر ويلي چې د افغانستان په ۸ ولايتونو کې ۴۵ ښوونځي لري او په نږدې راتلونکې کې غواړي چې په هلمند او خوست ولايتونو کې هم ښوونځي فعال کړي او هڅه کوي چې د ښوونځیو د فعالولو بهير د هیواد ټولو ولاياتو ته وغځوي.
































