د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د اپرېل په ۶مې نېټې په بېجينګ کې د سعودي عربستان له بهرنيو چارو وزير فیصل بن فرحان ال سعود او د ايران له بهرنيو چارو وزير امير حسين عبداللهيان سره کتلي دي.
د سعودي او ايران خارجه وزيران د خپلمنځي اړيکو د بيا پېل په پار د چين پلازمېنې بېجينګ ته تللي دي.
چين ګانګ له خپلو يادو سيالانو سره په لېدنې کې ويلي، چې هېواد يې د منځني ختيځ د ټولو هېوادونو د ستراتيژيکې خپلواکۍ د ساتلو، پيوستون او همغږۍ پياوړتيا، له بهرنۍ لاسوهنې خلاصون او د راتلونکي برخليک د ساتلو په برخه کې ټينګ ملاتړ کوي.
نوموړي ويلي، چين په پوره باور او يقين د سعودي عربستان او ايران د خبرو منځګړيتوب کړی او مرسته يې ورسره کړې او په راتلونکې کې به هم په منځني ختيځ کې د امنيت او ثبات د ټينګښت لپاره کار وکړي.
د سعودي او ايران بهرنيو چارو سيالانو د چين د مسئوليت ستاينه کړې او بېجينګ کې د دوی د مهم ملاقات د زمېنې د جوړولو په پار يې ترې مننه کړې ده.
دواړو سيالانو ويلي، چې خپلمنځي هوکړه به پلې کوي، د دوه اړخيزو اړيکو ښه کولو ته به دوام ورکړي او د سیمه يیزې سولې، امنیت او ثبات د ساتلو لپاره په ګډه کار وکړي.
د سعودي عربستان او ايران خارجه سيالانو د چين ګانک په مخ کې ګډه اعلاميه لاسليک او د ډيپلوماتيکو اړيکو د اعاده کېدو اعلان يې وکړ.
































