په خوست ولایت کې لس اوريزه کرکټ رمضان ليګ دويم پړاو پيل شو چې شل ورځې به دوام وکړي. دغه ليګ چې پرون پيل شو، ۱۶ لوبډلو په کې برخه اخيستې چې د کرکټ ملي لوبډلې، ۱۹ کلنو، ايمرجن او الف لوبډلو يو شمېر لوبغاړي پکې ګډون لري. د دغه ليګ مسوول وايي چې د کرکټ د ودې او پراختيا ترڅنګ د غوره استعدادونو پېژندنه يې د دغه ليګ موخه ده. ورته مهال په دغه لیګ کې د هېواد نوموتی شاعر پير محمد کاروان او د ملی لوبډلې مخکينی لوبغاړی نورعلي ځدراڼ د سفيرانو په توګه نومول شوي دي. پير محمد کاروان کرکټ یوازینۍ لوبه وبلله، چې د هېوادوالو په شونډو مسکا راولي او پر ځوانانو یې غږ وکړ، چې د سپورټ او لوبو ترڅنګ دې په علمي ډګر کې زياتې هڅې وکړي تر څو د خپل وطن په آبادۍ او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.
































