د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو لهمخې سږ کال په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۹۰ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي چې، د اټکل له مخې به ۳۰۰ زره ټنه حاصل ولري. مسوولين وايي، دا د تېر کال په پرتله د غنمو په حاصل کې ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي. په عین وخت کې کروندګر وايي، وروستیو اورښتونو يې د خپلو حاصلاتو زیاتوالي ته هیلې زیاتې کړي دي. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د کرنې چارو امر وايي، د کندهار په ټولو ولسوالیو کې غنم کرل کېږي خو ډېره برخه يې په ډنډ، دامان ژیړۍ شاوليکوټ پنجوايي ميوند او ارغستان کې ده. بلخوا کروندګر وايي که څه هم سږ کال د غنمو په کرلو کې زیاتوالی راغلی خو د وچکالۍ له امله یې کښتونه کمزوري دي او دوی اندېښنه لري چې حاصلات به يې کم شي.
































