د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې له تېرو درېو کلونو راهیسې هند د هېواد د صادراتو په کچه کې ډېروالی راغلی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۱ کال کې هند د ۴۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي. له دې سره هممهاله د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې هند د افغانستان د توکو لپاره یو ښه بازار دی. بلخوا یو شمېر سوداګر له سرپرست حکومته غواړي چې د سوداګریزو اړیکو د زیاتولو لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي چې په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان صادرات نږدې دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي چې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند، چین متحده عربي اماراتو او ایران ته شوي دي.
































