پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د هلمند په سنګین کې خونړۍ پېښه غندلې ده او په خبره یې په هغه کې ګڼ ملکي افغانان ووژل شول. نوموړي ویلي چې دغه ډول پېښې د پردیو په ګټه دي او افغانانو ته په کار ده چې د پردیو د تحمیلي جګړې او دسیسو لپاره د خپلو خلکو له وژلو لاس واخلي. هغه یو ځل بیا پر ښکېلو لورو غږ کړی دی چې له فرصت ګټه پورته کړي او ژر تر ژره تاوتریخوالي ته د پای ټکي په اېښودو سولې ته لار هواره کړي. پخواني ولسمشر په هېواد کې پر ډېرېدونکي تاوتریخوالي هم اندېښنه ښودلې او وایي چې ځينې کړۍ په افغانستان کې د سولې د لارې خنډ ګرځي او د جګړو ددوام په لټه کې دي.
































