د ۲۰۷ قل اردو د نظامي وسایطو د راټولولو کمېسیون د لویدیځ زون په ولایتونو کې لسګونه هغه وسایط چې د غیر مسوولو کسانو په واک کې وو، له هرات، فراه او بادغیس ولایتونو څخه د ۲۰۷ قل اردو ته لېږدولي دي. په خبر پاڼه کې راغلي چې د دغو وسایطو د بیا جوړولو کار روان دی او هلې ځلې کیږي، چې دا وسایط امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي. په تر لاسه شویو وسایطو کې، رینجر، هاموې ټانکونه، انټرنېشنل او ضربتي ټانکونه هم شامل دي.
































