د افغانستان د روغتیا وزارت پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې په روغتیايي برخه کې له افغانستان سره اوږه په اوږه ودریږي. د یاد وزارت سرپرست تېره ورځ د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د افغانستان له روغتیايي سکټور څخه ملاتړ وکړي، څو هر افغان د روغتیا په برخه کې له خپلو حقونو څخه برخمن شي. له عامې روغتیا وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د قلندر عباد په حواله ویل شوي چې دوی د خپلو وګړو روغتیايي حقونو ته ژمن دي او سیمهییزو او نړیوالو موسسو په همکارۍ به خپل کار ته دوام ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په تېر کې روغتیايي برخه له ګڼو ستونزو سره مخ وه، نو دوی وخت ته اړتیا لري، څو ستونزې له منځه یوسي او خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
































