د بهرنیو چاور سرپرست وزیر د دوحې تړون د ستونزو حل لپاره یو ښه چوکاټ بولي، خو زیاتوي چې په بین الافغاني مذاكراتو کې له مقابل لوري سره اختیارات نه وو نو ځکه يې پايله ور نه کړه. نوموړي دغه څرګندونې له یوه عربي ټلوېزیون سره په مرکه کې کړې چې د دغه وزارت مرستیال ویاند يې يوه برخه نن خپره کړې ده. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، د دوحې په تړون کې د ا.ا مسوولیتونه هم معلوم وو او د امریکا او د هغوی د متحدینو مسوولیتونه هم. نوموړی وايي د ا.ا مسوولیت دا و چې د ۱۴ میاشتو په لړ کې به بهرنیو ځواکونو ته د وتلو لار برابروي او پر هغوی به بریدونه نه کوي بل مسوولیت یې دا و چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي. د هغه په خبره د امریکا په مسوولیتونو کې لومړی مسوولیت دا و چې په دریو میاشتو کې به د دوی پنځه زره بندیان ازادوي خو د بندیانو خلاصون لس میاشتې وخت واخیست چی بين الافغاني مذاكرات يې هم وځنډول.
































