د پکتیکا اوسېدونکي وايي، د ټولې پکتیکا په کچه یوازې دوې ښځینه ډاکټرانې لري چې د دغه ولایت ښځینه ناروغانو ته رسېدنه نهشي کولی. دوی زیاتوي، پکتیکا پراخه سيمه ده او نفوس یې هم شاوخوا دوه میلیونو ته رسېږي چې د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي ښځینه ناروغان تر مرکز ښرنې په ستونزو رسوي او دوې ښځینه ډاکټرانې هم د خلکو ستونزې پر وخت نهشي حل کولی. د پکتیکا خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکی سرورخان وايي، ښځینه ناروغان یې تر مرکز په اتو ساعتونو کې راوړي او په وینا یې، د ښځینه ډاکټرانو د کمښت او د لارو لرې والي له کبله د ناروغانو وضعيت نور هم پسې خراب شي. بل پلو د پکتیکا عامې روغتیا مسوولین دغه ستونزې مني او وايي چې معیاري روغتیايي مرکزونه نهلري.
































