د بغلان او جوزجان ولایتونو په دوو ترافیکي پېښو کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بغلان ولایت امنیتي مسوولین وایي د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې په یوه ترافیکې پېښه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه او څلور ټپیان شوي دي .د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شېراحمد برهاني وايي چې پرون شا او خوا دوه بجې د پلخمري اړوند بالادوري په نوم سیمه کې د یو کرولا او ټیلري موټر ترمنځ ترافیکي پېښه شوې چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه او څلور ټپیان شوي دي. د یو بل خبر له مخې، د مزار-شبرغان پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي. د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان کفایت الله صداقت وایي، چې یوه کرولا موټر په چهارسای سیمه کې له سړکه اوښتې او چپه شوی دی. هغه زیاته کړه، چې په دې پېښه کې ددوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.
































