د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان په تړاو د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډه جوړیږي. د روسیې ټاس خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له خولې لیکلي، چې د دې غونډې ګډونوال به، د سیاسي، بشري، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو، په تېره بیا له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره د مبارزې په تړاو خبرې وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزات ویلي، ټاکل شوې، د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه د روان زیږدیز کال د اپرېل په ۱۳مه، د ازبکستان په سمرقند کې جوړه شي او د روسي پلاوي مشري به د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف پرغاړه وي. د افغانستان سرپرست حکومت وایي، چې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ ورپېښ نه شي.
































