د پاکستان په شمال لوېدیځ کې چارواکو ویلي، چې د پوځ پر یو موټر د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې، دوه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید د خیبر په ولسوالۍ کې د افغانستان پولې ته څېرمه شوی دی. د دې چاودنې مسولیت تحريک ط البان پاکستان، منلی دی. د جمعې په ورځ، د پاکستان د ملي امنیت کمېټې، چې لوړپوړي ملکي او پوځي مشران پکې شامل دي، د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ غونډه وکړه او په سخت دریځو ډلو د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره یې په ټول هیواد کې د عملیاتو پلانونه تصویب کړل.
































