په تونس هېواد کې د کډوالو د دوو کښتیو ډوبېدو له امله څلور کسان مړه شوي او ۲۳ نور نادرکه دي. د راپورونو له مخې په دغو کښتیو کې د افریقا وګړي سپاره وو او غوښتل یې د مدیترانې سمندر له لارې ایټالیا ته واوړي. رویټرز خبري اژانس د سفاکس ښار د محکمې د قاضي له قوله لیکلي، د تونس ساحلي ګارډ په دې پېښه کې ۵۳ کسان ژغورلي، خو د دوو کسانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ نه دی. هغه زیاته کړې چې په یاده پېښه کې څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور نادرکه دي.
































