د ګمرکونو عمومي رییس مفتي عبدالمتین سعید د مالیې وزارت د کلني راپور وړاندې کولو په غونډه کې وویل، په ۱۴۰۱ مالي کال کې په ټولیز ډول ۱۹۳ مېلیارډه او ۹۱۲ مېلیونه افغانۍ عواید راټول شوي چې د تېر کال پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښیي. د یاد وزارت مسوولینو په دې غونډه کې زیاته کړه، چې په وروستي یوه کال کې د ۱۷۰٫۴۳ مېلیارده افغانیو په ارزښت توکي له هېواده بهر ته صادر شوي او همداراز د ۵۹۹٫۲۲ مېلیارده افغانیو په ارزښت توکي له نورو هېوادونو افغانستان ته وارد شوي دي.
































